عاجل خبرونه

د (ترزا مور) نړیواله جایزه د ټولنیز عدالت لپاره بیات بنیاد ته ډالۍ شوه

(Last Updated On: December 17, 2017 4:10 pm)

هارموني موسسې د (ترزا مور) نړیواله جایزه په یو لړ درنو مراسمو کې د ټولنیز عدالت لپاره بیات بنیاد ته ډالۍ کړې ده.

بیات بنیاد په ډاګه کړې، چې دغه نړیواله جایزه په یو لړ درنو مراسمو کې د روان ۲۰۱۷ کال د دسمبر پر ۱۴ نېټه، چې د ۱۳۹۶ ل کال د لیندۍ له ۲۳ سره برابره ده په خیریه او بشري مرستو کې مخکښ سازمان بیات بنیاد ته ډالۍ شوې ده.  

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیات بنیاد بنسټوال او د بیات ګروپ لوی مشر داکتر احسان الله بیات او د بیات بنیاد اجرائیه رییسه میرمن فاطمه بیات دغه جایزه د مهاتماګاندي له نمسي ښاغلي توشار ګاندي، د هارموني موسسې له رییس ښاغلي داکترابراهیم ماتای او د لامبارد په آی سي آی سي کې د بشري منابعو د مسوول ښاغلې جیري جوسي لخوا تر لاسه کړې ده.

د ترزا مور دغه نړیواله جایزه د بیات بنیاد لخوا د خوراکي توکو او جامو، روعتیایي څارنې، ښوونې او روزنې، سپورت، د څښاک پاکو اوبو او افغانانو ته د ژوندانه د نورو ټولنیزو ارزښتمنو اړتیاوو په برابرولو کې، چې انسان ورته اړ دي، داکتر احسان الله بیات ته ډالۍ شوې ده.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، چې دغه راز په ۲۰۱۷ کال کې د ټولنیز عدالت لپاره د ترزا مور نړیواله جایزه د هندوستان فلم جوړوونکې او بشردوستې سندرغاړې او هنرمندې میرمن پریانکا چوپره او جاپانی مهندس ښاغلی شیګیرو بان ته، چې د کډوالو د اړتیاوو لپاره یې بشردوستانه طرحې وړاندې کړي هم په برخه شوې ده.

د دغو درنو مراسمو په بهیر کې ښاغلي بیات څرګنده کړې، چې ترزا مور د بېوزلو د ژوندانه د ښه کولو لپاره خپلې هڅې سپېڅلی کار ګڼلی او د ټولنیز عدالت لپاره یې دغه نړیواله جایزه  د زړه له کومي په پوره درنښت منم.

ښاغلي بیات زیاته کړې، چې په ۲۰۰۶ کال کې ما او میرمن مې فاطمه بیات د بیات بنیاد کار په ټینګ عزم او په دې هیله پیل کړ، چې افغانانو ته روغتیایي خدمات، ښوونه او روزنه، د څښاک پاکې روغتیایي اوبه او لومړنۍ اړتیاوې وړاندې کړو.

داکتر بیات په بشپړ ټینګار څرګنده کړې؛ ویاړم، چې نن په افغانستان کې د بیات بنیاد په ملاتړ د  ۳۰۰ پروژو په ګډون مو ۱۳ روغتونونه جوړ کړي، چې په کې دوه میلیون میندې او ماشومان تر څارنې لاندې دي. له خپل کاره به افغانانو ته له خدمته ګټه اخلو او هڅه کوو، چې د ترزا مور له پوهاوي، چې نړیوالو ته وړاندې شوی؛ ګټه پورته کړو. هغه مهال ترزا مور ویلي وه، چې غوره کړنه هغه ده، چې مونږ یې یو او بل ته تر سره کړو.  

ښاغلي بیات د خپلو نورو خیریه هڅو ترڅنګ په ۲۰۰۲ کال کې د افغان بیسیم  مخابراتي شبکه پرانسته، چې په افغانستان کې د انترنیت او بیسیم د خدماتو لومړنی وړاندې کوونکی هم ده او بیا یې د آریانا او آریانا نیوز رادیو تلویزیونونه پرانستل، چې اوس په ګډه د bmc په نوم خدمات وړاندې کوي.    

ویل کیږي، چې په دې درنو مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر د دوه یم مرستیال محمد سرور دانش په ګډون، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ په چارو کې مسوول یاسوکو شیمیز او د مهاتما ګاندي نمسي ښاغلي توشار ګاندي هم ګډون کړی و.

ژباړه: قتیل زوی

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …