د بېکاره کسانو شمېر په زیاتېدو دی – د کارګرو صنفي اتحادیه

(Last Updated On: اپریل 29, 2015)

vlcsnap-2015-04-29-19h46m30s151

د کارګرو صنفي اتحادیه وایي؛ د ملي یووالي حکومت باید د کارګرو حقونه خوندي کړي او د کار ګرو هغه ستونزې حل کې چې تیر نظام نه دي حل کړی.

vlcsnap-2015-04-29-19h49m07s183

دا څرګندونې په کابل کې د کارګر د ورځې په و یاړ جوړه شوې غونډې کې وشوې چې دې غونډې ته سلګو نه کارګر هم راغلي وو چې د خپلو حقونو غوښتونکی دي.

د کارګرو د صنفي اتحادیې رییس کاکوجان نیازی وايي؛ ورځ ته بلی په هیواد کې د بیکاره کسانو شمیرپه لوړیدوده چې اوس هم له څلورو میلونو څخه زیات کسان بې کاره دی.

دی وايي حکومت د بې کارۍ د له منځه وړلو لپاره هیڅ کار نه دۍ کړی.

ښاغلي نیازی زیاتوي؛ هغه کسان چې په دولتی او خصوصی ادارو کې په کارونو بو خت دي، د هغوی حقوق هم نه ورکول کیږی.

هغه وايي د کار ګرو د حقونو لپاره یی یوه طرحه ملی شوره ته وړاندې کړې تر څو د قانون بڼه غوره کړي.

موږ ملي شورا ته یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې یوه کارګر باید د میاشتی ۲۷۰۰۰ افغانۍ تر لاسه کړی تر څو هغه دژوند لو مړنی چاري په ښه ډول پرمخ یو سي.

په ورته وخت کې د کار او ټو لنیزو چارو وزارت هم وايي چې د کار په قانون کې د تعد یلا تو ترڅنګ يي د کار ملي پالیسی هم جوړه کړې او د چارو ادارې ته يي استولي؛ خو دغې ادارې هیڅ پریکړه نه ده کړې.

vlcsnap-2015-04-29-19h46m57s170

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه:

موږ دکارګرو د ټولو حقونو د تامین لپاره ژمن یو؛ په همدې موخه مو هم له کارګرو او هم کارفرمایانو سره خبرې پیل کړي تر څو د کارګرو شته ستونزې کمې شي.

د کار او ټولنیزو چار وزارت د معلوماتو له مخي دمګړی ۱۲ میلونه کسان دکار په شرایطو برابر دي چې له دې جملی څخه يي څلور میلونه بی کاره دي.

دغه وزارت هم ورځ تر بلې د بې کاره کسانو د شمیر په زیاتدیو اندیښنه څرګندوي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د افغانستان ملي موزیم ته اتیا کلن لرغونی موتر وسپارل شو

(Last Updated On: دسمبر 17, 2018) د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶) په یو …