عاجل خبرونه

د بودجې د کموالي له امله یو شمېر پروژې ښایي وځنډیږي

(Last Updated On: اپریل 4, 2015)

vlcsnap-2015-04-04-17h10m51s232

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر وایي، د روان مالي کال په اختیاري بودجه کې د پیسو کمی د دې سبب شوې چې یو شمېر پروژې وځنډیږي.

نصیر احمد دراني وویل، د روان مالي کال اختیاري پراختیایي بودجې ته څلور سوه څلور اتیا میلیون افغانۍ بیلې شوي چې په هیڅ صورت بسنه نه کوي.

ښاغلی درانی وایي، د نورو کلونو له اقداماتو سره په توپیر کې دوي سږ کال غواړي چې له کرنیزو پروژو ملاتړ وکړي، څو په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.

نوموړي له آریانا نیوز سره ځانګړې مرکه کې وویل، د روان مالي کال اختیاري پراختیایي بودجې ته څلور سوه څلور اتیا میلیون افغانۍ په پام کې نیول شوي چې د ټولو پروژو د تطبیق لپاره بسنه نه کوي.

نصیر ا حمد د رانید کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر:

په اختیاري برخه کې مو بودجه کمه دهاو ځیني پروژي به مو وځنډول شي، خو په غیر اختیاري پراختیایي بر خه کې ۳۵۰میلون ډالر لرو چې کافي دي.

ښاغلی درانی وایي، په روان کال کې به دوي هڅه وکړي چې په کلیوالي سیمو کې خلکو ته د کاري زمینو د برابرولو لپاره کرنیزې او اقتصادي پروژې حمایه کړي.

ښاغلی درانی زیاتويچې یو شمېر پروژي چې مخکي يي کارونه د نړیوال بانک له خوا څخه دنا څرګندو عواملو له امله ځنډول شوي وو،بیرته يي کارونه پيل شوي.

دی وایي، د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت دا مهال زرګونه پروژې تر لاس لاندي لري .

خبریال:اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …