د بهرنیو چارو وزارت د اپټا په تړون کې د هند د ور ګډيدو د وړاندیز هرکلی کړی

(Last Updated On: April 14, 2015 8:03 pm)

TUJARAT1

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، هند د اپټا په دوه اړخیز تړون کې د ونډې اخیستو وړاندیز کړی او موږ د دې کار هرکلی کوو.

دغه سوداګریز او ترانزیتي تړون په دوه زره لسم کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی او تاجکستان له وړاندې ور سره د یو ځای کېدو وړاندیز کړی.

TUJARAT3

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وایی، له دغه تړون سره به د هند یو ځای کېدل افغانستان ته له اقتصادي پلوه ډیره ګټه ولري.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسافر قوقنديوایي، د اپتا په تړون کې به د تاجکستان او هند په یو ځای کېدو سره په سوداګریزو او ترانزیتي چارو کې لازمې آسانتیاوې راشي.

ځینې سوداګر هم له افغان حکومت غواړي چې دغه تړون کې د هند غړیتوب ته لار هواره کړي.

TUJARAT_2

رحم الدین اغاد متشبثینو د بورد رییس:

له هند سره زمونږه د وچو او تازه میوو ډیره لویه سوداګري روانه ده چی که هند په دغه تړون کې راګډ شي، نو ډیره زمونږ په ګټه ده. حکومت باید په لازمي توګه دغه تړون کی هند یوځای کړی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وایی، ژر به د افغانستان، پاکستان او تاجکستان هېوادونو استازي کابل کې یوه غونډه وکړي او په دغې غونډه کې به د هند په غړیتوب هم خبرې وشي.

د دغو هېوادونو د استازو تر منځ کابل کې څو ورځې مخکې ورته غونډه شوې وه چې د مسولینو په وینا، نیتجه یې نه درلوده.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …