عاجل خبرونه

د بنایي استوګنیز ښارګوټي عملي کار له دوه کلن ځنډ وروسته بیا پیل شو

(Last Updated On: نوومبر 3, 2016)

vlcsnap-2016-11-03-16h34m51s30

د بنایي ښارګوټي عملي کار په ۱۳۹۳ل کال کې پیل شوی و؛ خو د تخنیکي ستونزو او مالي سرچینو د کموالي له کبله یې کار تر دوه کلونو په ټپه ودرید، چې د پنجشنبې په ورځ یې بیا ځلي کار د ښارجوړونې وزیر لخوا پیل شو.

د ښارجوړونې وزیر سید منصور سعادت نادري وایي، بنایي استوګنیز ښارګوټی د څلوېښتو بلاکونو او دوه زره دوه سوه اپارتمانونو لرونکی دی، چې پرې څه باندې اتیا میلیون دالر لګښت راځي.

په ښارګوټي کې کلنیک، ښوونځی، شین پارک او وړکتون هم شامل دي.

ټاکل شوې دغه پروژه دوه کاله وروسته ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

د سمیع الله فهیم د ودانیز شرکت رییس نقیب الله نظري وایي، د دې پروژې د جوړولو کار به د راکړ شوي پلان له مخې پلی کیږي.        

دا مهال په ساختماني برخه کې د خصوصي سکتور پېنځلس سلنه پانګه په جریان کې ده.

د ښارجوړونې وزیر په ودانیزو چارو کې د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار کوي.

دغه ښارګوټی په درې نوي جریبه ځمکه کې جوړیږي او په لس کلونو قسطونو کې یې اپارتمانونه خلکو ته وېشل کیږي.

ویل کیږي، چې په دې پروژه کې سلګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابریږي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …