د بلخ پر شاهین ۲۰۹ قول اردو وسلوال برید د بریدګرو پر وژل کیدو پای ته ورسیده

(Last Updated On: اپریل 22, 2017)

vlcsnap-2017-04-21-17h42m08s174

د جمعې ورځې له غرمې وروسته یو شمېر برید کوونکیو د بلخ ولایت پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ډله ییز برید وکړ، چې څه نا څه شپږ ساعته وغزیده؛ خو ماښام مهال د ټولو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیده.

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې؛ چې لس کسه بریدکوونکي د دوه رنجر موترو پرمټ له لومړۍ امنیتي دروازې تېر او په  دوه یمه دروازه کې د وسلو د سپارلو له غوښتنې سره سم یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل او د قول اردو پر جومات یې وسلوال برید وکړ.

د ملي دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري منلې، چې په نښته کې ۷ کسه وسلوال بریدګر وژل  شوي، دوه نورو ځانمرګي بریدونه کړي او یو یې ژوندی نیول شوی دي.

تورن جنرال دولت وزیري په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو ته هم ځاني زیان رسیدلی، چې له بشپړو څېونو وروسته به اعلام شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې برید کې تر دې دمه ۸ سرتېری وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

بېلا بېلو خبري سرچینو د یاد برید د ځاني زیانونو په اړه بېل بېل شمېر ښيي؛ خو طالبانو، چې د برید پړه منلې په یوه اعلامیه کې یې په ډاګه کړې؛ له سل ډېر سرتېري وژل شوي دي.

دا لومړنی ځل دی، چې د هېواد د شمالي سیمو په یو له امنه ډک ولایت کې ستر پوځي مرکز د وسلوالو مخالفینو له ډله ییز برید سره مخ کیږي او له بشپړ امنیتي تدابیره سره سره لس کسه ځانمرګي د دوه رنجر موتر پرمټ د قول اردو انګړ ته دننه کیږي.

دفاع وزارت تر دې دمه د دغه ډله ییز برید د احتمالي عواملو په اړه بشپړ معلومات نه دي وړاندې کړي.

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …