عاجل خبرونه

د بلخ د سره صلیب په روغتون کې یوه بهرنۍ داکتره وژل شوې

(Last Updated On: سپتمبر 11, 2017)

د بلخ ولایت پولیسو منلې، چې په مزارشریف ښار کې د سره صلیب روغتون یو معلول ناروغ یوه  بهرنی داکتره وژلې ده.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیتې ویاند احمد رامین  ایاز وايي، د دې کمیتې یوه بهرنی داکتره پر ډزو وژل شوې ده.

هغه زیاتوي، که یې د کارکوونکیو ژوند خوندي نه شي فعالیت به یی ستونزمن وي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالرزاق قادری وایي، برید کوونکی یو بغلانی ځوان دی، چې له دوه کلونو را په دیخوا د سره صلیب د اورتوپیدي په مرکز کې تر درملنې لاندې دی؛ خو په خپل لاسي بایسکل کې یې وسله روغتون ته ننه ایستې او  اسپانیایي داکتره یې وژلې ده .

معلول ناروغ د پولیسو لخوا نیول شوی او د پېښې په اړه ترې څېړنې روانې دي.

له دې وړاندې هم په جوزجان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیتې ۶ کارمندان د داعشیانو له خوا وژل شوی وه، چې له امله یې دې کمیتې خپل کارونه د یوې مودې له پاره وځنډول.

About Ariana News

Check Also

د غزني مالستان او جاغوري ته پوره ځواکونه ندي رسیدلي- اړوند خلک

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو بې ځایه …