د بلخ نوي والي رهګذراو نوی امنیه قومندان سامع معرفي شول

(Last Updated On: March 22, 2018 6:39 pm)

یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د عطا محمد نور او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ هوکړه د پنجشنبې پر شپه وروستۍ او لاسلیک شوه؛ اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي او اکرام سامع د امنیه قومندان په توګه معرفي شول او په پام کې ده، چې میرویس بلخي د پوهنې د وزیر او فرهاد عظیمي په قزاقستان کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي شي.

تېره ورځ عطا نور د (نوروز) په مراسمو کې د وینا پر مهال د بلخ ولایت اوسیدونکیو ته وویل، چې جمعیت اسلامي او ملي وحدت حکومت یو لړ هوکړو ته رسیدلي، چې ډېر ژر به ښکاره شي.

تر څلور نوي ورځنیو ناندرو وروسته دا دی په پای کې عطا محمد نور د بلخ د ولایت د مقام څوکۍ پرېښوده او لانجه یې پای ته ورسیده.

په ملي وحدت حکومت کې د جمعیت د ونډې پر سر عطا محمد نور ناندرې ووهلې او مساله تر دې ځایه را ورسیده، چې بلخ ته نوی والي او د پولیسو قومندان خپلو څوکیو ته وروپېژندل شول، د پوهنې وزارت او په قزاقستان کې د افغانستان سفارت هم د دې هوکړې له مخې، د جمعیت برخه شوه.

محمد اسحاق رهگذر د بلخ اوسیدونکی دی، تر ماستري یې زدکړې کړي او مخکې له دې د پولیسو د قومندان، بلخ والي او د ولسي جرګې په پېنځلسمې او شپاړسمې دورو کې د ولسي جرګې استازی پاتې شوی دی.

محمد اکرام سامع د جمعیت مهم غړی دی، مخکې د  پامیر ۲۰ فرقې قومندان و،  دا راز یې پکتیا، پکتیکا او زابل کې د ملي اردو د قومندان په توګه هم دندې تر سره کړې دي.

میرویس بلخي به د پوهنې د نوي وزیر په توګه معرفي کیږي او فرهاد عظیمي به هم په قزاقستان کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي شي.

فرهاد عظیمي د بلخ اوسیدونکی او د جمعیت یو کلیدي غړی دی. په هالند کې د کمپیوتر کارکوونکی و دغه راز په بلخ کې د حقوقو او ساسي علوموپه پوهنځي کې هم استاد پاتې شوی او د ولسي جرګې د نایب منشي په توګه یې کار کړی دی.

میرویس بلخي د مزار شریف ښار اوسیدونکی دی، تر دکتورا یې په نړیوالو اړیکو کې زدکړې کړي دي،  د پوهنتون استاد او د بهرنیو چارو وزارت په سیاسي ریاست کې د سیاسي مرستیال په توګه کار کړی دی.

د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي په ډاګه کړې؛ پېنځه کسان، چې معرفي شوي وه لومړی یو بورد وڅېړل او بیا ترې درې کسه غوره د ولسمشرۍ ته وروپېژندل شول. ولسمشرۍ د بلخ امنیه قومندانۍ ته ترې ښاغلی سامع غوره کړ.  

دا، چې څنګه او ولې عطامحمد نور دې پرېکړې ته غاړه کیښوده ؛ پخپله نور یې په اړه وایي: موخه دا نه وه، چې د اختلافاتو لمن پراخه شي؛ مونږ غوښتل، چې خبرې وشي او یوه هوکړه رامنځته شي. په پای کې هوکړه وشوه او د حزب جمعیت ډېرې غوښتنې ومنل شوې.  

د  عطا محمد نور او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ درې میاشتې مخکې له هغې وروسته سیاسي ناندرۍ پیل شوې، چې ولسمشرۍ وویل د نور استعفا ور رسیدلې او منلې ده، ارګ انجنیر داوود د بلخ د نوي والي په توګه معرفي کړ؛ خو هغه په دې موده کې کابل کې پاتې شو او عطا محمد نور او جمعیت د ارګ دغه پرېکړه وننګوله.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …