د بلخ په مولانه هوايي ډگر كې لومړنۍ بهرنۍ الوتنه تر سره شوه

(Last Updated On: نوومبر 21, 2013)

د بلخ د مولانا هوايي ډگر ته د تركش هوايي شركت له خوا تر سره شوى الوت د بلخ والي بلخ او شمالي ولايتونو اقتصادي ودې ته گټور ونوماوه .

له دې ورسته به د بلخ د مولانا هوايي ډگر هم د بهرنيو الوتنو شاهد وي.

د بلخ والي عطا محمد نور، دولتي چارواكي او اوسيدونكي له هغه وخته، چې د مولانا هوايي ډگر بيا ورغول شوى د بهرنيو الوتنو په تمه ول، چې دادى د چهار شنبې په سهار(د لړم ۲۹) په دغه هوايي ډگر كې لومړى نړيواله الوتنه تر سره شوه .

د بلخ والي وايي، چې د بلخ د مولانا په هوايي ډگر كې د نړيوالو الوتنو تر سره كيدل نه يوازې د بلخ خلكو ته، بلكې ټولو شمالي ولايتونو ته گټور دي.

نوموړى همدا راز له ترانسپورت وزارت څخه غواړي، چې د دغه هوايي ډگر نوم، چې مولانا جلال الدين محمد  بلخي ايښودل شوى رسمي كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د بلخ چارواكو ياد هوايي ډگر ته د جلال الدين محمد  بلخي نوم وركړى؛ خو د ترانسپورټ وزارت پاملرنه ورته لږ ده .

په بلخ كې تركيې چارواكي بلخ  ته د تركش هوايي شركت د الوتنو پيل له افغانستان سره د لرغونو اړيكو د دوام په معنا بولي او په شمال كې اقتصادي ودې ته د زمينې پر برابرولو تينگار كوي.

په بلخ كې د تركيې سركنسل گونيش وايي:

نن له تركيې څخه بلخ ته الوتنې پيل شوې. دغه الوتنې به د افغانستان په شمال كې خلكو او سوداگرو ته د اقتصادي ودې په برخه كې گټورې وي .

د بلخ د مولانا جلال الدين محمد بلخي د هوايي ډگر بيا رغونې نهه پنځوس ميليون يورو لگښت درلود، چې د آلمان د فدرال دولت له خوا وركړ شوي دي .

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …