عاجل خبرونه

د بغلان– کندوز د لویې لارې د پاکولو لپاره پوځي عملیات پیل شوي

(Last Updated On: May 20, 2017 6:47 pm)

vlcsnap-2017-05-20-18h44m59s191

د البرز پېنځه عملیات د  بغلان– کندوز لویې لارې د پاکولو لپاره د پلخمري ښار په بالا دوره سیمه کې پیل شول.

د افغان ځواکونو د البرز پېنځه عملیات د شنبې په سهار د پلخمري ښار د بالا دوري له سیمې پیل شول، چې موخه یې د کندوز– بغلان لویې لارې پاکول دي.

 د بغلان امنیه قومندان وایی، د عملیاتو په لومړۍ ورځ درې طالبان وژل شوي او اولس نور ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وایي،  د عملیاتو پر لومړۍ ورځ درې طالبان وژل شوي او اووه لس نور ټپیان دی.

ښاغلی سریع د وسلوالو پر ځپلو ټینګار کوي او د سیمې له خلکو غواړي، چې له امنیتي ځواکونو سره همکار شي.

هغه زیاتوي، امنیتي ځواکونه له ټولو امکاناتو استفاده کوي او د ډنډ شهاب الدین سیمې پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

د بغلان امنیه قومندان په وینا؛ پرېکړه شوې، چې د پلخمري – مرکزي بغلان ولسوالۍ د لویې لارې  په اوږدو کې څو پوستې جوړې او دغو پوستو ته لازم تجهیزات او وسایل چمتو شي.

خبریال: ذاکر نوري

About Ariana News

Check Also

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

(Last Updated On: September 20, 2018 7:34 pm) محمد محقق پر حکومت له دې کبله …