عاجل خبرونه

د بغلان ولايت په قرغان تپه سيمه كې چورلکه ویشتل شوې

(Last Updated On: اکتوبر 9, 2016)

14593646_1136855389743590_1711439833_n

د بغلان ولايت په قرغان تپه سيمه كې نن سهار د ملي اردو يوه چورلكه د وسله والو له خوا ويشتل شوې ده .

 د بغلان د ولايتي شورا غړى فيروزالدين ايماق وايي، دوه چورلكو  د قرغان تپې په سيمه كې محاصره شويو سرتېرو ته خوراكي توكي او مهمات ليږدولي وه، چې د ناستې پروخت پرې وسلوالو بريد كړى او يوه يې ويشتلې ده.

 هغه په دې پېښه كې د اوښتې مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي او محلي چارواكو هم په دې اړه له څه ويلو ډډه كړې ده.

قرغان تپه په پلخمري ښار كې د ډنډ غوري سيمې ته څيرمه پرته ده، چې له څو ورځو را په ديخوا په كې سرتېري د وسلوالو له خوا محاصره شوي دي.

له بلې خوا ځينې محلي سرچينې وايي، چې د كندز _ بغلان په لاره له پشه يانو تر ګرداب سيمې پورې د عامه نظم د پوليسو شپږ پوستې هم وسلوالو نيولې دي.

14643035_1136855393076923_445110843_n

یوه امنیتي سرچینه وایي، طالبانو په جرخشک سیمه کې د پولیسو پر پوستو برید کړی او شپږ پوستې یې نیولې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه برید په پایله کې اووه امنیتي سرتېري طالبانو له ځان سره بیولي او دوه نور تریتم دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي، چې دوه چورلکو افغان ځواکونه څارل، چې په هوا کې د تخنیکي ستونزې پر راغورزیدلې ده.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې پېښه کې درې کسه وژل شوي او یو ټپی دی.

د سیمې د پوليسو چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …