د بغلان له زندان څخه ۷۵ بنديان خوشې شول

(Last Updated On: May 10, 2014)

1د ولسمشر حامد كرزي د شپاړسمې گڼې فرمان له مخې، د بغلان له مركزي زندان څخه اووه پنځوس بنديان خوشې شول.
د ولسمشرفرمان د مجاهدينو د برياليتوب د ۲۲ كليزې په وياړ صادر شوى دى.
د بغلان امنيه قوماندان وايي، په نورو پړاوونو كې به هم له قانوني طي مراحلو وروسته يو شمېر نور بنديان د دې فرمان له مخې خوشې شي.
د بغلان امنيه قوماندان وايي، په خوشې شويو كې ۵۵ نرينه او دوه ښځې دي.
د بغلان د امنيه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل وايي، په نورو پړاوونو كې به هم له دې زندان څخه يو شمېر نور بنديان آزاد شي.
د بغلان په مركزي محبس كې له ۷۵۰ ډېر بنديان ساتل كيږي، چې شاوخوا ۲۵ يې ښځې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ترمپ د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي چارواکو سره ولیدل

(Last Updated On: August 17, 2019)د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د احتمالي سولې په …