عاجل خبرونه

د بریتانیا ځانگړي ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته استول شوي

(Last Updated On: August 16, 2015)

bretish

د بریتانیا میررورځپاڼه لیکي؛ د دغه هېواد ځانگړي ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته استول شوي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو او داعش پر ضد په ځینو ځانگړیو عملیاتو کې گډون وکړي.

میرر، د بریتانیا ډېره باوري ورځپاڼه نه بلل کېږي؛ خو لیکي: له یو کال وروسته، چې لومړي وزیر دیوید کامرون په افغانستان کې جنگي ماموریت پای ته رسیدلی اعلان کړ، د بریتانیا ځانگړي عملیاتي ځواکونه تقریباً هره شپه له امریکايي پوځیانو سره یوځای د سختدریځو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي.

ټاکل شوې وه، چې د روان میلادې کال له لومړۍ ورځې بریتانیايي پوځیان یوازې د سلاکارانو په توگه په افغانستان کې دنده تر سره کړي؛ خو د بریتانیا دفاع وزارت سرچینې وايي، چې ځواکونه یې په افغانستان کې د حملو پلانونه جوړوي او په خپله په عملیاتو کې گډون کوي.

میرر ورځپاڼه د یوې نامعلومې سرچینې په قول وايي، چې په تېرو شپږمیاشتو کې د بریتانیا ځانگړیو ځواکونو د افغان کوماندو ځواکونو له روزنې مخکې گام اخیستی او د طالبانو د نیولو لپاره یې د کورونو دروازې ټکولي دي.

ورځپاڼې نه دي ویلي، چې د دې ځواکونو شمېر څو تنو ته رسیږي او دا عملیات یې په کوم ځای کې کړي او کوم کسان نیول شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …