د بریتانیا دفاع وزیر، چې د سولې د بهیر په اړه کابل ته راغلی و، اسلام آباد ته روان شو

(Last Updated On: اګست 10, 2015)

FALON

د بریتانیا دفاع وزیر، چې تېره ورځیې له افغان چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه د سلامشورو له پاره کابل ته راغلی و، نن اسلام اباد ته روان شو.

 مایکل فالون ویلي،چې د ملامحمد عمر د مړینې د خبر اعلانیدو د افغانستان د سولې په بهیر کې ځنډ پېښ کړ؛خو مهمه دا ده،چې دا لړۍ بیا پیل شي.

د نوموړي په وینا؛ د طالبانو په منځ کې منځلاري کسان شته،چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیار دي،خو پکار ده،چې هغوی وهڅول شي.

نوموړي دغه راز د داعیش له شتون څخه هم افغان چارواکو ته خپله اندېښنه په ډاگه کړه.

د بریتانیا دفاع وزیر په ډاگه کړې؛په اسلام آباد کې به پاکستاني چارواکي د سولې له بهیر سره مرستې ته وهڅوي او دا به ورته ووايي،چې له ترلاسه شويو شېبو د سولې د بهیر په گټه کار واخلي.

دیوایي؛هېواد یې د افغانستان د سولې بهیر ته هیله من دی او دی پخپله سیمې ته د دې لپاره راغلی،چې د سولې پیل شوی بهیر وهڅوي.

نوموړي په کابل کې له اجرائیه رییس، د دفاع وزارت له سرپرست، له کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت له مشاور سره لیدلي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا د ښاغلي فالون دوه یم سفر دی، چې کابل ته تر سره شوی دی.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …