د بدني روزنې رییس د دوو ورزشي ارګانونو د واټن اصلي عامل دی

(Last Updated On: February 07, 2015 6:54 pm)

SPORT CLIP

د افغانستان د تکواندو د فدراسیون پخوانی رییس احمد ضیا بخشي ادعا کوي چې د بدني روزنې د رییس کرام الدین کریم کاذب غرور د المپیک د ملي کمیټې او بدنې روزنې د ریاست د اختلاف اصلي ټکی دی.

ښاغلي بخشي نن له غرمې وروسته وویل، د دوو سترو ورزشي ارګانونو تر منځ ټول را منځته شوي کړکیچونه د بدني روزنې د ریاست قدرت غوښتنه ده.

نوموړی همدا راز وایي، کرام الدین کریم د تکواندو له اتلانو سره له ښو اړیکو ناوړه استفاده کوي او هغوي هڅوي چې د تکواندو فدراسیون له ریاست نه جلا شي.

افغان تکواندو کارانو د عربي متحده اماراتو د تکواندو له نړیوالو سیالیو د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو یو یو مډالونه وګټل. د فجیره په نوم دغو سیالیو کې چې له درې ورځو را په دیخوا روانې دي، د افغانستان د تکواندو څوارلس نارینه لوبغاړي ګډون لري. په دغو سیالیو کې مصطفی قرلاق په اته اویا کیلوګرام وزن کې د سرو زرو، عبید دلاور په اته پنځوس کیلوګرام وزن کې د سپینو زرو او وهاب ځاځي د برونزو مډالونه افغانستان ته وګټل.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …