عاجل خبرونه

د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو درې كليدي غړي وژل شوي دي

(Last Updated On: مارچ 3, 2013)

شاهين قول اردو د بدخشان د وردوج د ولسوالۍ په اړوندو كې پوځي عمليات په لار اچولي دي. د دې قول اردو قوماندان وايې، تر اوسه د دې عملياتو په ترڅ كې د طالبانو درې كليدي غړي وژل شوي، نهه وسله وال مخالفين ټپيان شوي او لس نور له وسلو سره يو ځاى نيول شوي دي.

د بدخشان په ولايت كې د وردوج ولسوالۍ هغه سيمه ده، چې په وروستيو كلونو كې د امنيت ضد پېښو له امله د هلمند د مارجې او نادعلي ولسواليو ته ورته كېږي.

تر اوسه په دې ولسوالۍ كې د وسله والو د ځپلو لپاره ډېر عمليات شوي، خو دا چې سيمه غرنۍ ده لا هم په كې وسله وال مخالفين فعاليت لري.

د ۲۰۹شاهين قول اردو قوماندان جنرال زلمی ویسا وایی:

د وردوج ولسوالۍ په ځينو سيمو كې يې پوځي عمليات په لار اچولي، چې تر اوسه يې په ترڅ كې دولس وسله وال مخالفين وژل شوي او نولس نور ټپيان شوي دي.

خو طالبان ادعا كوي، چې د بدخشان د غنيو په سيمه كې پر افغان پوځيانو باندې د دوی په بريد كې ۱۵ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ژوندي نيول شوي دي.

خو د شاهين قول اردو قوماندان دا ادعا ردوي، او زیاتوی، په عملياتو كې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

وړاندې تر دې د وردوج په ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سختې جګړې شوي دي او دولت په دې نه دى توانېدلى، چې وسله وال په بشپړه توګه له منځه يوسي.

About Ariana News

Check Also

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 18, 2019) د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي …