د بامیانو او مرکزي سیمو د مواصلاتي سړکونو د لس پروژو کار پیل شو

(Last Updated On: اګست 18, 2016)

vlcsnap-2016-08-18-15h59m19s11

د ټولګټو چارو وزارت وایي، په بامیانو او مرکزي سیمو کې د سړکونو د لس پروژو کار پیل شو.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند مهدي روحاني وایي، چې د دغو پروژو په پلي کیدو به د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي؛ خکه سلګونه میلیون دالر لګښت پرې راځي، چې مرستندویان یې ورکوي.

د نوموړي په وینا؛ د هېواد مرکزي ولایتو نو له پاره ۱۳۰۷کیلو متره په او ږ دوالي د سړکونه جوړیږي.

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي  د ټولګټو چارو وزارت پر مدیریت نیوکه کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی سخي منیر وایي، د هېواد شرایطو ته په کتو باید د پروژو په مدیریت کې ستونزو ته فکر وشي. په تېر کې هم د اړوند مدیریت ضعیف و او اوس هم بې کاره دي.

د مرکزي سیمو ځینې اوسیدونکي له حکومت غواړي، چې د پروژو پر پلي کولو څارنه زیاته کړي، چې د سړک جوړولو د کمپنیو لخوا په کار کې د درغلیو مخنیوی وشي.

دا نه دي ویل شوي، چې د دغو سړکونو کار به کله پای ته ورسیږي.

خبریال: اسلم حجاب راکوي.

About Ariana News

Check Also

وسلوال مخالفان د پرمختګونو مخه نشي نیولی- ولسمشر غني

(Last Updated On: مارچ 24, 2019)ښاغلي غني په هغه ناسته کې، چې وحید عمر یې …