عاجل خبرونه

د ایران حکومت افغانان په قفسونو کې نندارې ته وړاندې کړل

(Last Updated On: سپتمبر 10, 2016)

vlcsnap-2016-09-10-10h43m40s91

یوه رادیو،چې له پراګه د ایران له پاره په پارسي خپرونې کوي؛په خپل وېب سایتکی یې په یوه راپور کې لیکلي،چې د ایران انتظامي ځواک د دغه هېواد د پارس ولایت په شیراز ښار کې هغه غیر قانوني توکي،چې د ۴۸ساعتونو په ترڅ کې یې نیولي وه؛نندارې ته وړاندې کړې دي.

وېب سایت په ډاګه کړې،چې په غیرقانوني شیانو کې غیرقانوني الکولي مشروبات، غیرقانوني فلمونه او په ایران کې په غیرقانوني توګه اوسیدونکي افغانان شته،چې په بېلابېلو برخو کې نندارې ته وړاندې  شوي دي.

په انترنت پاڼو کېخپاره شوي عکسونه ښیي،چې افغان اتباع د حیواناتو په څېر په قفسونو کې اچول شوي او ستر ګې یې ور تړلي دي.

یو شمېر ایراني او افغان فعالانو د ایران د حکومت دغه کار غندلی او د انسانانو سپکاوی یې ګڼلی دی.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …