عاجل خبرونه

د اکوادور په زلزله کي ۲۶۲ تنه مړه شوي

(Last Updated On: اپریل 18, 2016)

EQUADOR1-300x207

چارواکي وايي تازه معلومات دا دي چې، د اکوادور په  زلزله کي دوه سوه دوه شپیته تنه مړه شوي  او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

په دغه هېواد کې د بېړنیو چارو مرسته کوونکي او ماموران له زورورې زلزلې وروسته ځپل شویو سیمو ته ځانونه رسوي.

د امریکا د ځمکې پېژندنې د سروې اداره وايي، چې د دغې زلزلې شدت اوه عشاریه اته درجي وو.

د ولسمشر لومړي مرستیال جورج ګلاس وايي، چې ښایي تلفات زیات وي؛ ځکه، چې د هېواد له نورو برخو اوس هم معلومات راټولیږي.

ښاغلي ګلاس پر خپلو خلکو غږ وکړ؛ دا مهمه ده، چې د اکوادور خلک په دغه بېړني حالت کې له زغمه کار واخلي.

راپورونه وايي، چې د زلزلې له کبله د سویلي امریکا د دغه هېواد په ځینو سیمو کې تیلیفوني اړیکې  زیانمنې شوي او برښنا هم پرې شوې ده.

همدغه راز د ګویاګویل په ښار کې یو سرحدي پل هم نړیدلی دی.

اکوادرو د شنبې په ورځ ناوخته دغې زلزلې لړزولی دی.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …