د امنیتي مسوولینو ناغېړيو وسلوالو طالبانو ته پر کندوز ښار د برید زمینه برابره کړې

(Last Updated On: October 06, 2016 5:05 pm)

vlcsnap-2016-10-06-17h00m41s214

په کندوز ښار کې له څلور ورځو را هیسې د وسلوالو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې دي. دې حالت خلک ستومانه کړي دي.

د کندوز  ځینو اوسیدونکیو په کابل کې له سیمه ییزو مسوولینو وغوښتل، چې پر خپلو سیاسي لوبو کندوز قربان نه کړي.

د کندوز اوسیدونکي د امنیتي مسوولینو له ناغېړۍ او کم کاري سرټکوي او هغو مسوولینو ته د سزا غوښتنه کوي، چې په دندو کې یې ناغیړي او بې کفایتي کړې ده.

د کندوز اوسیدونکی محمد انور وایي، دولت پوهیږي، چې جنګ دی او طالبان برید کوي. ولې یې مخنیوی نه کوي؟ که معامله نه وي؛ د پرمختګ مخنیوی یې ولې نه کیږي، دوی له دولته معاش اخلي، خو کار نه کوي.             

د کندوز یو بل اوسیدونکی یحیی وایي، خلکو ته ویل کیږي ، چې ووځئ؛ خلک چېرته ولاړ شي. د ښار ټولې دروازې تړلې دي، دکانونه وسوځول شول، د خلکو پانګې له منځه یوړل شوې او دوی بیا هم پاملرنه نه لري.               

له څو ورځو راهیسې، چې کندوز ښار کې نښتې روانې دي اوبه او برښنا نشته او خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

کندوزیان له دولته غواړي، چې ژر یې ستونزو ته پاملرنه او د انساني ناورین مخنیوی وشي.

رهیاف نومی کندوزی وایي، په کندوز کې خلک ډوډۍ، اوبه او برښنا نه لري او د روغتونونو دروازې تړل شوې دي. که پاملرنه ونه شي یو ستر انساني ناورین به رامنځته شي.

د کندز وروستیو نښتو ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه کیدو ته اړایستي دي.

دوی په ډېر بد حالت کې ژوند تېروې او ویل کیږي، چې تر اوسه یې هیڅ راز مرسته نه ده تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د نوي ملي وحدت حکومت په دوه کلن بهیر کې طالبان دوه ځله د کندوز ښار ته راننوتل او دادی نن هم کور په کور د جګړې راپورونه ورکړ شوي دي. 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …