عاجل خبرونه

د امریکا په نیویارک ښار کې د الفرقان جومات امام وژل شوی

(Last Updated On: August 14, 2016)

vlcsnap-2016-08-14-10h03m35s139

د امریکا په نیویارک ښار کې تېره ورځ د الفرقان جومات امام او ملګری یې په یو وسلوال برید کې وژل شوي دي.

د نیویارک پولیس وایي، امام علاوالدین اخونجي او ۶۴ کلن ملګری یې په داسې حال کې د شا لخوا د برید موخه ګرزیدلي، چې دواړه د ماسپښین لمانځ له ادا کړلو وروسته د دغه ښار د الفرقان لوي جومات څخه راوتي وه. 

روغتیایي کارکوونکیو د دواړو وژنه تائید کړې ده.

روغتیایي چارواکو ویلي، چې د یاد جومات امام اخونجي د پېښې په ځای کې او ملګري یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د نیویارک پولیس وایي، په لومړنیو څېړنو کې د وژنې لامل ښکاره شوی نه دی او داسې دلیل هم نشته، چې د یو مسلمان په توګه د بریدګر موخه ګرزیدلي وي.

دغه لوی جومات د بنګله دېش د مهاجرو دی.

تر دې دمه بریدګر نیول شوی نه دی او نه هم چا د برید پړه په غاړه اخیستې ده.

شاهین چوهدري نومي لمونځ کوونکي اسوشیتید پریس رسنۍ ته ویلي، چې د جومات امام نیک سړی و؛ خوټینګار یې کړی، چې دغه برید د سیمې په خلکو کې یې ډار او وېره رامنځته کړې ده.

ښاغلي جوهدري زیاته کړې، چې لمونځ کوونکیو او د سیمې خلکو ته ویل شوي، چې د تګ راتګ په وخت کې په ځانګړي توګه کله یې ، چې سیبمه ییز او عنعنوي جامې په غاړه وي، باید ډېر پام وکړي.  

پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د امریکا خلک د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …