عاجل خبرونه

د امریکا نوی دفاع وزیر آشتون کارتر کابل ته راورسید

(Last Updated On: February 21, 2015 10:51 am)

index.jpg22222222222

د امریکا دفاع وزیر آشتون کارتر د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۳۰) د هیگل ځایناستی شو. له ټاکل کیدو دوه ورځې وروسته دا دی نن سهار وختي(د کب ۲) کابل ته راورسید او په هوایي ډ گر کې یې جنرال کیمپبل تود هرکلي وکړ.

ښاغلی کارتر به په دې سفر کې له افغان مشرانو او امریکايي قومندانانو سره وویني.

آشتون کارترد کار له پیل وروسته افغانستان ته لومړیتوب ورکړ او په داسې حال کې یې کابل ته سفر وکړ، چې اوس هم ۱۰۰۰۰ امریکايي پوځیان د افغان ځواکونو روزنې او پالنې ته پراته دي.

بهرنیو پوځیانو په تېر دسمبر کې خپل جنگي ماموریت پای ته رسولی اعلان کړ؛ خو په افغانستان کې کې اوس هم جگړه روانه ده.

ښاغلِ کارتر له لوړېوروسته ویلي،چې:

مونږ په افغانستان کې تل پاتې بریا غواړو.

هممدا لامل دی، چې نوموړی د خپلې موخې د ارزونې له پاره کابل ته راغی؛ خو هغو خبریالانو ته یې هم د راتلونکې په اړه ډېر څه نه دي ویلي، چې له ده سره په سفر کې مل ول.

ښاغلي کارتر به له ولسمشر غني سره د لیدنې کتنې تر څنگ په افغانستان کې د پاتې امریکايي ځواکونو له قومندان جنرال جان کمپبل او د مرکزي قومندې له مشر جنرال لوید اشتین سره هم وویني

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې افغان ولسمشر ولس ته د سولې په خبرو اترو کې د برخې اخیستنې ډاډ ورکړی او له خلکو یې هم په دې بهیر کې د گډون غوښتنه کړې ده.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …