د امریکا استخباراتو ویلي، چې د امریکا لسگونه اوسیدونکي سوریې ته رسیدلي، چې د اسلامي دولت په پلوۍ په جنگ کې برخه واخلي.
اسلامي دولت د څو میاشتو راپدیخوا د جگړې په ډگر کې دي او پراخې جغرافیايي سیمې یې نیولي هم دي.
اروپایي او امریکایي چارواکو څرگندهکړې، چې د اسلامي دولت اورپکي بهرنیان په جگړه کې د ځان گټه کاروي.
دغو چارواکو دا هم ویلي، چې همدا اوس د امریکا سل وگړي د اسلامي دولت په پلوۍ جنگ کوي.
دغه راز د امریکا استخباراتي سرچینو په داگه کړي، چي ولسمشر اوباما هم له امنیتي گواَونو سره مخ دی.
د امریک د استخباراتو خدمات، چې د ولسمشرۍ د امنیت ساتنه کوي وایي:
یو ناپېژاندی سړی له موټر سره امریکا ته داخل شوی، چې غواړي پر ولسمشر اوباما وسلوال برید تر سره کړي.
د امریکا امنیتي ځواکونو ویلي، چې د دغه برید د مخنیوي له پاره ځانگړي عملیات پیل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نیویورک تایمز ورځپاڼې ته لیکلي، چې:
له داعش سره د سیالۍ له پاره یوازې هوایي بریدونه کار نه ورکوي؛ له دوی سره جگړې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف اړین کړی دی. که د پرمختگ مخه یي ونه نیول شي؛ د داعش سرطان به نورو هېوادونو ته هم سرایت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي دولت ته نږدې ځینو سرچینو ادعا کړې، چې د داعش اورپکي د ایران په شمال لویدیځ کې له ایراني ځواکونو سره په جگړه کې ښکېل شوي؛ خو خپلواکو سرچینو او ایراني ځواکونو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.