د امریکا د بې پېلوته الوتکو حملې د پاكستان په پرتله په افغانستان کې زیاتې شوي

(Last Updated On: March 12, 2014)

د ملگروملتو د بشري حقونو کميتې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۳م كال د معلوماتو له مخې په افغانستان كې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې؛ خو په پاکستان کې لږ شوې دي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کميتې په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان كې د بهرنیو پوځیانو له لوري د ټولو ملکي تلفاتو په سلو کې ۴۰ د بې پېلوته الوتکو د بریدونو په پايله کې رامنځته شوي دي.

د راپور پربنسټ ملگرو ملتونو په افغانستان، پاکستان، یمن او ځینو نورو هېوادونو کې د بې پېلوته الوتکو د حملو په اړه د بې پلوه او مستقلو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

له دې مخکې ملگرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۳ م کال په افغانستان کې د ملکیانو تلفات د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۱۴ زیات شوي دي.

د ملگروملتونو په راپور کې په ډاگه شوې، چې په ۲۰۱۳ م کال په افغانستان کې نژدې ۳ زره ملکي افغانان وژل شوي دي.

د ملگروملتو په راپور کې د څه باندې ۸۰ فیصده ملکیانو د مرگ و ژوبلې پړه د طالبانو په غاړه اچول شوې ده.

د ملگروملتونو په راپور کې نه دي ویل شوي، چې په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې څومره کسان وژل شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په روزګان کې د ۶ طالبانو په ګډون لسګونه عام وګړي وژل شوي

(Last Updated On: July 15, 2019)سیمه ییزو سرچینو په ډاګه کړې، چې د روزګان د …