عاجل خبرونه

د امریکایي پوځیانو له لوري د افغان ماشومانو وژنه د اندېښنې وړ ده- ماریا زخاروا

(Last Updated On: October 31, 2016 9:01 am)

vlcsnap-2016-10-31-08h43m35s207

په داسي حال کې چې د مسکو او واشنګتن اړیکې د شوروي له پاشل کیدو او سړې جګړې راوروسته تر ټولو سړې او ترینګلي شوي؛د روسیې د بهرنیو چارووزارت وایي،چې د امریکايي پوځیانو له لوري د افغان ماشومانو مرګ ژوبلې د اندېښنې وړ دي.

د روسیې د بهرنیو چارووزارت ویاندې ماریا زخاروا زیاتوي، په وروستیو نهه میاشتو کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په عملیاتو کې دو زره پېنځه سوه دوه  شپېته ملکیان وژل شوي او پېنځه زره او اته سوه دوه دېرش نور ژوبل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ونه ویل،چې د کومو څېړنو او شمېر پر بڼستد ائتلافي ځواکونو له لوري د افغان ملکیانو د تلفاتو شمېر اعلانوي.

دا په داسې حال کې ده، چې سیګار هم د افغان پوځیانو د تلفاتو د زیاتیدو په اړه اندېښمن شوی او په خپل وروستی راپور کې یې په ډاګه کړې، چې د تېر کال په پرتله د اګست تر میاشتې ۵۵۲۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۹۶۶۵ یې ټپیان دي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …