عاجل خبرونه

د امريكايي سرتېرو د پاتې كيدو وړانديز پنتاگون ته وليږل شو

(Last Updated On: جنوري 5, 2013)

په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو عمومي كوماندان له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د پاتې كيدو په اړه خپل وړانديز پنتاگون ته وړاندې كړ.

په دغه وړانديز كې غوښتنه شوې، چې:

له دوه زره څوارلسم كال وروسته پكار ده، چې په افغانستان كې شپږ يا لس او يا هم شل زره امريكايي سرتېري پاتې شي.

نيويارك ټايمز امريكايي ورځپانې خبر وركړى، چې په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو كوماندان جنرال الن د امريكا دفاع وزارت ته په افغانستان كې د پاتې كيدونكيو عسكرو د شمېر په اړه خپلې غوښتنې سپارلې دي.

دا غوښتنه په داسې حال كې شوې، چې افغان ولسمشر حامد كرزى د همدې او نورو مسايلو په اړوند د امريكا له ولسمشر بارك اوباما سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر كوي.

د ورځپانې د رپوټ له مخې په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د هرې شمېرې په اړه هغه خطرونه هم په ډاگه شوي، چې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو عمومي كوماندان جنرال جان آلن يې وړاندوينه كړې ده.

جان الن ويلي، چې:

په افغانستان كې د شپږ زره امريكايي سرتېرو د پاتې كيدو په صورت كې د امريكا د هڅو د ناكاميدو وېره موجوده ده، خو د لس زره سرتېرو په ساتلو د ناكامۍ خطر كميږي او د شل زره سرتېرو په ساتلو دغه خطر وروستي حد ته را ټيټيږي.

امريكا په افغانستان كې شپږ شپيته زره سرتېري لري، چې ډېر شمېر به يې تر دوه زره څوارلسم كال پورې له افغانستان څخه ووځي.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د ملي دفاع وزير په دې وروستيو كې ويلي ول، چې له افغانستان څخه تر اوسه پنځوس زره بهرني سرتېري وتلي دي.

About ATN News

Check Also

د سولې په خبرو کې باید د بیان آزادي قرباني نشي- سروردانش

(Last Updated On: مارچ 18, 2019) د ولسمشر دوه یم مرستیال ګواښ کړی، چې د …