عاجل خبرونه

د القاعدې مشر ایمن الظواهري ملا اختر محمد منصور ته خپله وفاداري په ډاگه کړه

(Last Updated On: August 14, 2015)

alzawahiry

په یوه غږیز پیغام کې، چې پر انترنت خپور شوی د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو نوي مشر ته خپله وفاداري په ډاگه کړه.

د ملامحمد عمر له مړینې وروسته د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره د الظواهري د وفادارۍ پیغام د القاعدې پر وېبپاڼې الشباب خپور شوی.

دا د تېر کال د سپتمبر له میاشتې راهیسې د الظواهري لومړی پیغام دی.

وروسته له هغې، چې څه موده وړاندې د ملامحمد عمر د مړینې خبر تائید شو؛ داسې گونگوسې هم پیدا شوې، چې الظواهري به هم مړ وي.

الظواهري د ملامحمد عمر پر مړینې خپله خواشیني څرگنده کړې او د اسامه بن لادن د ملاتړ  له مخې یې ملا اختر محمد منصور ته هم د امیرالمومنین خطاب کړی دی.

القاعدې او الظواهري ملا اختر محمد د نړیوال جهادي خوځښت مشر بللی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …