د افغان ځواكونو د مورال د پياوړتيا لپار بايد امنيتي تړون لاسليك شي

(Last Updated On: January 20, 2014 9:58 am)

د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، چې په هېواد كې د وروستيو نا كراريو د پاى ته رسېدو په موخه بايد ژر ترژره له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك شي. د مشرانو جرګې دا غړي وايي، چې د افغان ځواكونو د مورال د پياوړتيا لپاره دغه تړون ته جدي اړتيا ده.

په كابل كې وروستۍ پېښې يو ځل بيا له امريكا متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون مسئله را پورته كړې ده.

د مشرانو جرګې غړي عارف پشتون، ګل احمد اعظیمی او نجیبه حسینی وايي، په هېواد كې پراخو نا امنيو ته په كتو سره اړتيا ده، چې له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك شي.

دوى همدارنګه زیاتوي، چې د امنيتي تړون د برخليك په اړه بايد جدي دريځ خپل شي.

په همدې وخت كې د مشرانو جرګی مرستیال محمد علم ایزدیار په کابل کی د وروستي ځانمرګی برید په غندلو سره وايي، چې امنيتي او كشفي ارګانونه په خپلو چارو كې پاتې راغلي دي.

په کابل کې په یو لبناني ریسټورانټ د تېرې جمعې برید په تېرو دیارلس کلونو کې په افغانستان کې پر بهرنیو ملکي مامورینو تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی دی. په دې برید کې د افغان چارواکو په وېنا دیارلس بهرنیان او اته افغانان ووژل شول.

About Ariana News

Check Also

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

(Last Updated On: September 17, 2018 7:34 pm) له هغې وروسته، چې د افغانستان د …