د افغان-هند د دوستۍ بند – سلما رسمي پرانسته وشوه

(Last Updated On: جون 4, 2016)

vlcsnap-2016-06-04-13h11m58s198

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدر اعظم نریندرا مودي نن شنبه( د غبرګولي ۱۵) د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” رسمي پرانسته وکړه.

ټاکل شوې وه، چې د بند پرانسته په چشت شریف کې د بند تر څنګ تر سره شي؛ خو د امنیتي ګواښونو پر لامل د سلما بند پرانستونکې ناسته  د هرات په ولایتي مقام کې جوړه شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغانستان په استازیتوب له هنده د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وایم او د هېواد د لومړي ولسمشر محمد داوود خان روح دې ښاد وي، چې ۴۰ کاله وړاندې یې د سلما بند د جوړولو بنسټیز کارونه پیل کړي دي.

ولسمشر په ډاګه کړه، چې له هند سره مونږ هر اړخیز تاریخي، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي تړاوونه لرو؛ همدا لامل دی، چې نن په ګډه خپل ګډ میراثونه تازه کوو.

ولسمشر دغه راز د هند له هر اړخیزو مرستو مننه وکړه او دا یې هم وویل، چې د یو هېواد آبادي د بل هېواد پرمختګ دی.

د هغه په وینا؛ مونږ یوازې نه یو؛ زمونږ ګټې نه یوازې شریکې دي، بلکې ګډ دښمن او ګډ دوستان هم لرو.

ولسمشر اشرف غني نریندرا مودي ته د غازي امان الله خان دولتي نښان او یو لړ ستاینلیکونه هم وړاندې کړل.

نریندرا مودي د هند او افغان د دوستۍ په دې رسمي ناسته کې وویل، خوښ یم، چې ځان د هغو خلکو تر منځ وینم، چې د میړانې بېلا بېل پړاوونه یې وهلي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې  سیندونه د تمدنونو میندې دي؛  مونږ نه یوازې د کورونو د رڼا کولو او د ځمکو د خړوب له پاره دا بند جوړګړی، بلکې د سیمې د ودې او پرمختګ له پاره افغانانو هم له خطرونو سره مقابله کړې ده.

نریتدرا مودي وایي، دښمنان به د افغانانو د خوبونو مخه ونه شي نیولی؛ هغه کورونه، چې په تیارو کې ساتل شوي وه، نور به له رڼا، پوهې او سپېڅلتیا برخمن شي. دا بند نه یوازې د خښتو او سمنتو په کارولو جوړ شوی، بلکې دلته د تاریخي ولسونو میړانه، همت او ټینګار هم رانغښتل شوی دی.

نوموړي د دلارام او زرنج د نښلولو ډاډ هم څرګند کړ او وایي، چې زمونږ مرستې به د افغانستان ټولو ولایتونو ته ورسیږي. دا د افغانانو د سرښندنې، میړانې او مقاومت برکت دی، چې مونږ په بېلا بېلو برخو کې ګډې لاسته راونې لرو. د دغه هېواد پرمختګ هم د هر هندي هیله ده. مونږ قوي اراده لرو او د افغانانو ملاتړ ته هم اړ یو. مونږ د افغانستان د اقتصادي ودې غوښتونکي یو، نه د ورانیو.

د هند صدراعظم نریندرا مودي تېر کال د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیستې او افغانانو ته یې د هند د خلکو د سوغات په توګه ډالۍ کړې ده.

دا بند په ۲۷۰میلیون دالرو ورغول شو، د ۴۲ میګا وات برښنا د تولید توان لري او لږترلږه ۷۵ زره هکتارځمکه هم خړوبولی شي.

About Ariana News

Check Also

پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د …