د پاکستان حکومت وایی، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به د سولې خبرې ژر تر سره شي.
دغه خبره د پاکستان د لومړي وزیر یو ځانگړي استازي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي له مرستیال سره په لیدنه کې مطرح کړه.
ټاکل شوې وه، چې د کابل او طالبانو تر منځ د سولې دوه یم پړاو خبرې تېره اوونۍ تر سره شوې وای؛ خو دغه خبرې له هغې وروسته وځنډیدې، چې د طالبانو د مشر ملا محمدعمراخند د مړینې خبر خپور شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، په بهرنیو چارو کې د لومړي وزیر ځانگړي استازي طارق فاطمي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي له مرستیال تادامیچي یاماموتو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې به ژر له سره پیل شي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر ځانگړي استازي دغه راز ویلي، چې هېواد یې سوله ییز او باثبات افغانستان ته لار اواروي.
ده په ډاگه کړې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښې شوي دي. یاماموتو د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي د مرستیال په توگه وټاکل شو او دا یې پاکستان ته لومړنی رسمي سفر دی.