د افغان او پاکستاني سرتیرو په نښته کې اته پاکستاني سرتیري وژل شوي دي

(Last Updated On: July 01, 2015 7:04 pm)

vlcsnap-2015-07-01-19h01m55s221

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د افغان او پاکستاني سرتیرو په نښته کې اته پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې جګړه هغه وخت ونښته چې پاکستاني سرتیرو د ډيورنډ کرښې په سر نوې ودانې جوړولې.

په نښته کې یو افغان سرتیری هم وژل شوی دی.

د ډيورنډ کرښې په سر د پاکستاني پوځ لخوا د ودانیو جوړلو یو ځل بیا د افغان سرحدي پولیسو له غبرګون سره مخامخ شوي دي.

ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه نا حل شوې لانجه بلل کیږي.

افغانستان دغه کرښه په رسمیت نه پیژني.

About Ariana News

Check Also

په زابل کې بندي طالب پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 24, 2018 2:01 pm) چارواکو څرګنده کړې، چې د زابل ولایت …