د افغانستان کرکت لوبډله به سبا ته له هانگ کانگ سره لوبه کوي

(Last Updated On: جولای 20, 2015)

KIRKIT

افغانستان به د کرکت شل اووریز نړیوال جام د غوراوي سیالیو په دوه یم پړاو کې له هانگ کانگ سره لوبه کوي.

د غوراوي دا سیالۍ، چې په سکاتلیند او ایرلیند کې روانې دي، څوارلس لوبډلې برخه لري.

د دغو لوبډلو د گروپي سیالیو لړۍ تېره ورځ پاي ته ورسیده، چې په الف گروپ کې ایرلیند د لومړي مقام پخپلولو نیغ په نیغه نړیوال جام ته لار پیدا کړه.

په دغه گروپ کې هانگ کانگ دوه یم، نمیبیا درېیم او پي این جي څلورم مقام خپل کړ.

دغه راز په ب گروپ کې سکاتلیند لومړی، هالیند دوه یم، افغانستان درېیم او عمان څلورم مقام خپل کړ. ټاکل شوې، چې سباافغانستان د الف گروپ له دوه یمې لوبډلې هانگ کانگ سره لوبه ترسره کړي.

که افغانستان له هانگ کانگ څخه دغه لوبه وگټي؛ نو نړیوال جام او د دغو سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …