عاجل خبرونه

د افغانستان پوهنتونونه له لیرې څخه د زدکړې پر سیستم مجهز شول

(Last Updated On: February 06, 2016 3:53 pm)

زدکړهد لومړي ځل له پاره د افغانستان پوهنتونونه له لیرې څخه د زدکړو په سیستم مجهز شول.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند فیصل امین وایي، له دې سیستم څخه په گټه پورته کولود هېواد علمي مرکزونه کولی شي د نړۍ له معتبرو علمي بنسټونو سره وصل شي.

ځینې حکومتي مسوولین وایي، چې دا سیستم کولی شي د ښوونکیو او زدکوونکیو د علمي کچې په لوړوالي کې گټور ثابت شي.

زیاتره ښوونکي ټینگار کوي، چې د افغانستان په پوهنتونونو کې درسي مواد پخواني دي او د پوهنتونونو استادانو ترې د نن ورځې د علمي پرمختگ له پاره کار نه دی اخیستی.

 

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …