عاجل خبرونه

د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه د فساد په وړاندې مبارزه کوي

(Last Updated On: مې 13, 2016)

vlcsnap-2016-05-13-11h18m36s121

د فساد پر وړاندې د لندن په نړيوال کنفرانس كې د افغانستان په گډون شپږ هېوادونو هوکړه کړې، چې نوربه د هغو ټولو کمپنیو د څښتنانو نومونه افشا کوي، چې د اړوند هېوادونو سوداګريزې چارې تر سره کوي.

رسنیو ته په ډاګه شوې؛ په دې يو ورځني نړیوال کنفرانس کې ډېرو سیاسي مشرانو سر ټکولی، چې د نړیوال فساد یو لامل د ډېرو لویو سوداګریزو کمپنیو لرونکي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي؛فساد یوه نړیواله لیږدیدونکې ناروغي ده، چې د مخدره توکو او د انسان له قاچاق او همدارنګه له ترهګرۍ سره مرسته کوي.

د بریتانیا لومړي وزیر دیویدکامرون په ډاګه کړې: په نړۍ کې داسې هېواد نشته، چې په کې فساد نه وي؛ خو مهمه دا ده، چې ټول بنسټونه باید لاس په کار شي او د له منځه وړلو له پاره یې هڅې وکړي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …