د افغانستان په زندانونو کې روغتیايي شرایط مخ په ښه کیدو دي

(Last Updated On: April 29, 2016 10:33 am)

vlcsnap-2016-04-29-10h19m48s30

ملګري ملتونه وايي: د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو روغتیايي شرایط د ښه کیدو په حال کې دي؛ خو اوس هم زیاتې ستونزې شته، چې باید حل شي.

په زندانونو کې د بندیانو د روغتیايي شرایطو په اړه د ملګروملتونو رپوت تېره ورځ خپور شوی دی.

په رپوت کې ویل شوي، چې په افغانستان کې له پرمختګونو سره، سره باید زندانیانو ته د حد اقل روغتیايي امکاناتو د برابرو له پاره ډېر کار وشي.

ملګرو ملتونو له دې کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وايي، چې که زندانیانو ته حد اقل طبي مرستې ونه رسیږي، وضعیت به نور هم خراب شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، اوسمهال لږ تر لږه پېنځه ویشت زره نررینه او ښځې د افغانستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي او د نړیوال ستندرد  له مخې، حد اقل صحي امکانات نه لري.

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …