عاجل خبرونه

د افغانستان په اړه د امریکا لومړنۍ ارزونه ناسمه وه- خلیلزاد

(Last Updated On: April 21, 2016 3:27 pm)

book

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد په وروستیو کې وایي؛ وروسته له دې، چې پخوانی شوروي له افغانستان څخه ووت، د افغانستان په وړاندې امریکا خپل سیاست تعدیل نه کړ او له کابل سره یې له تعامل لاس واخیست، چې دې ناوړه پایله درلوده.

زلمی خلیلزاد وایي، د امریکا له دې پرېکړې ملاتړ کوي، چې نه پریږدي ترهګر د افغانستان له خاورې پر امریکا برید وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د واشنګتن په اتلانتیک شورا کې د ښاغلي خلیلزاد د کتاب( له کابله ترسپینې ماڼۍ)  د معرفي په مراسمو کې ، چې د بیات بنیاد له خوا جوړ شوي وه؛ د بیات بنیاد د استازي مانتي سایمن په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفیرانو هم په کې برخه درلوده.

خلیلزاد وایي، تل یې له دیپلوماتیکو لارو او رسنیو غږ پورته کړی، چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې دوه ګونی چلند کوي.

 د هغه په باور؛ اوس امریکا په دې قانع شوې، خو تر اوسه یې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو د ټولولو له پاره حل لار پیدا کړې نه ده.

ښاغلی خیلزاد وایي، پر پاکستان یې د امریکا د فشار طرحه وړاندې کړې، چې هغه هېواد له دوه ګوني چلند لاس واخلي.

د زلمي خلیلزاد په وینا؛ د زیاترو کسانو د تصور خلاف، چې فکر به یې کاوه په افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو له کبله شخړې او جنجالونه وي،  دغه هېواد آرام او با نظمه پاتې شوی دی.

د خلیلزاد د کتاب مراسمو یو ګډون وال آرین مثتاق وایي، د زلمي خلیلزاد نوی چاپ شوی کتاب د زیاترو خلکو د توجه وړ ګرزیدلی، چې منځپانګه یې د ده پر شخصي او سیاسي ماموریتونو راڅرخي.

ښاغلی خلیلزاد غواړي، چې دغه کتاب یې په دري او پښتو ژبو وژباړل شي او ځوانان ترې ګټه پورته کړي.

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …