عاجل خبرونه

د افغانستان ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته تیلیفون کړی

(Last Updated On: August 12, 2016)

vlcsnap-2016-08-12-11h48m50s199

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ته تیلیفون وکړ او د کویټې د وروستي تروریستي برید په خاطر یې غمرازي څرګنده کړه.

ولسمشر غني د کویټې تروریستي برید په کلکه وغانده. هغه وویل، چې ترهګري د دواړو هېوادونو له پاره ګډ ګواښ دی او په ګډو هلوځلو له منځه وړل کیدای شي.

د کویټې په ترهګریز برید کې، چې د جماعت الاحرار ترهګري ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست، دوه اویا تنه ووژل شول او یو سل و دولس نور ژوبل دي.

د چارو کتونکي د پاکستان استخباراتي ادارې ملامتوي، چې د خپلو ناسالمو سیاسي ګټو په خاطر یې د جماعت الاحرار په شان سختدریځه ترهګري دلې پاللي او روزلي او اوس په هیچا زړه سوی نه لري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …