عاجل خبرونه

د افغانستان هوايي ځواک ته د ۷۰ میلیون دالرو په ارزښت د بې پیلوته الوتکو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: نوومبر 27, 2015)

vlcsnap-2015-11-27-10h18m12s193د افغانستان د ملي اردو هوايي ځواک ته د پېنځه شپیتهبې پیلوته الوتکو د ورکولو په لومړي گام کې له یوې امریکايي کمپنۍ سره د اویامیلیون دالرو په ارزښت د اتهسکن ایگلبې پیلوته الوتکو قرارداد لاسلیک شو.

د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د افغانستان د حکومت له پاره ټولټال پېنځه شپیتهسکن ایگل الوتکې او د هغو پُرزې اخلي.

په دې معامله کې د روزنې چارې او په سیمه کې د ملاتړ ډاډ هم څرگند شوی دی.

په قرارداد کې ویل شوي،چې دا کمينۍ به افغان امنیتي ځواکونو ته د ټولټال پېنځه شپیتهبې پیلوته الوتکو، پرزو، ملاتړ کوونکیو وسایلو، او په سیمه کې حمایوي خدماتو د چمتوکولو ترڅنگپه افغانستان کې د سکن ایگل د روزنې مرکز جوړوي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه د هوايي ځواک د نه لرلو له کبله زیاتې ستونزې لري او تل یې د هوايي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …