د افغانستان لپاره۱۳۹۱ لمريز كال له لاسته راوړنو ډك كال ګڼل كېږي

(Last Updated On: March 20, 2013 9:15 pm)

د ماليې وزارت چارواکي وایی، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د شپاړس مليارد ډالرو مرستې ژمنه، د مخكيني كال په پرتله د پانګونې شل سلنه زياتوالى او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د غړيتوب په موخه هڅې په دې لاس ته راوړنو كې شاملې دي.

تر نا امنۍ وروسته لړزانده اقتصاد د افغانستان د خلكو عمده اندېښنه ګڼل كېږي، خو حكومتي او خصوصي بنسټونو په دې اند دي، چې د دښمنانو د آوازو پرخلاف ۱۳۹۱ ل كال د افغانستان لپاره له لاس ته راوړنو ډك كال دى.

د ماليې وزير عمرزاخيلوال وایی:

د نړيوالې ټولنې د همكارۍ د دوام ژمنه، د پانګونې او كورنيو عوايدو لوړوالى مهمې لاس ته راوړنې ګڼل كېږي.

له بلې خوا د مركزي احصايې شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۱ كال كې د افغانستان د سوداګرۍ د  منفي بيلانس كچه درې سلنه صادرات او ۹۷ سلنه واردات وو.

كه څه هم، چې ولسمشر كرزي اعلام وكړ، چې افغانستان د دوو كلونو لپاره  د اسعارو  زېرمه لري او د دغه هېواد اقتصاد د تېرو كلونو په شان نيژدې لس سلنه وده لرلې ده.

ښاغلي كرزي د كورنيو توليداتو په لومړني نندارتون كې له صنعت كارانو سره ژمنه وكړه، چې ستونزې به يې حل كړي، خو دا برخه تر اوسه هم له ستونزو سرټكوي.

په تېرو ۱۲ كلونو كې د نړيوالې ټولنې د پراخو مرستو سره سره تر اوسه هم د افغانستان ډېر خلك له بې وزلۍ او وزګارتيا ځورېږي.

About Ariana News

Check Also

په لوګر کې ۵۰ کورنیو ته د شاتو مچیو صندوقونه ووېشل شول

(Last Updated On: September 16, 2018 2:27 pm) د لوګر ولایت د کرنې ریاست وایي، …