عاجل خبرونه

د افغانستان د ګمركونو عوايد پنځه ميليارده او اووه سوه ميليون افغانۍ لږ شوي دي

(Last Updated On: دسمبر 11, 2013)

د افغانستان د ګمركونو عوايد په روان كال كې له ټاكل شوې كچې پنځه ميليارده او اوه سوه ميليون افغانۍ لږ شوي دي. د ماليې وزارت چارواكي د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، د ۲۰۱۴م كال په پاې كې د نړيوالو ځواكونو د وتلو او د ناامنيو د دوام اندېښنې د دې لامل شوې، چې شپېته سلنه سوداګرۍ راكمه او له دې امله د ګمركونو عوايد د پام وړ كم شي.

وېل كېږي، چې له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك ځنډېدلو، نا امنۍ او له غېر قانون لارو د سوداګريزو توكو لېږد رالېږد د ګمركونو عوايد هم لږ كړي او د خلكو په ستونزو به يوه بله هم ورډېره شي.

د افغانستان د ګمركونو عمومي رئيس نجيب وردك وايي:

د ګمركونو له لارې سږ كال تر اوسه ۴۷ ميليارده افغانې عوايد راټول شوي او په پام كې ده، چې دا شمېره د روان مالي كال ترپايه ۴۹ ميليارده افغانيو ته لوړ شي.

ښاغلى وردك همدارنګه وایی، د شته اندېښنو له امله په روان كال كې د سوداګريزې راكړې وركړې كچه هم ټيټه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په ګمركونو كې د عوايد د ټيټوالي يو لامل د ۲۰۱۴م كال په پاى كې د نړيوالو ځواكونو وتل  دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې هم ويلي وو، چې له امريكا سره د امنيتي تړون د ځنډېدو له امله په تېره يوه مياشت كې د سوداګرۍ او پانګونې كچه پنځوس سلنه راټيټه شوې ده.

دغو چارواكو خبر دارى وركړى و، چې كه په لږه موده كې دا تړون لاسليك نه شي نو په هېواد كې د اقتصادي كړكېچ احتمال شته.

About Ariana News

Check Also

چابهار د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډېر اړین بندر دی- د سوداګرۍ خونه

(Last Updated On: نوومبر 5, 2018) د سوداګرۍ خونې مسوولین د افغانستان د صادراتو او …