عاجل خبرونه

د افغانستان د بنسټیزې پراختیا د موخو پلي کولو بهیر و ارزول شو

(Last Updated On: سپتمبر 5, 2016)

economy-300x200

د آسیایي هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې رییس وایي؛ بېولو هېوادونو ته د بنسټیزو پراختیایي برنامو پلي کول  ډېر اړین دي، ځکه، چې د بېوزلۍ نړیواله کچه راټیټوي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر او د آسیایي هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې رییس د یوې ناستې په بهیر کې  د بنسټیزو پراختیایي برنامو پلي کول د هېواد د ودې او پراختیا لپاره ډېر اړین وګاڼه.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وایي، د بروکسل له ناستې وروسته به په بېلابېلو کچو په هېواد کې د پراختیایي موخو پر پلي کولو کار پیل شي.  

هغه زیاتوي؛ د ظرفیتونو نشتون، کمزورې همغږي او مالي وړتیاوې هغه څه دي، چې زموږ پرمختګ یې له ځنډ و خنډ سره مخ کړی دی.

ښاغلی مراد زیاتوي، موږ پوهیږو، چې څنګه د ستونزو مخه ونیسو او خپلو موخو ته ورسیږو.   

د آسیایي هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې رییس ټینګار کوي، چې د دغو برنامو پر پلي کیدو به په نړیواله بېوزلۍ کې هم کمی راشي.

د آسیایي هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې رییس هولیګ شو وایي، د تلپاتې پراختیا موخې بېوزلو هېوادونو ته ډېرې اړینې دي؛ ځکه، چې دا نړیواله غوښتنه ده او د هېوادونو د پراختیا ټولې خواووې په پام کې نیول کیږي. د دې برنامې موخه د بېوزلۍ کچه راټیټول، ټولنیزه وده او پرمختګ دی.

د بنسټیزې پراختیا موخې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۳۰ پورې د بشري ټولنو اقتصادي او ټولنیزې پراختیا لپاره رامنځته شوي، چې د ملګرو ملتونو د غوره پراختیایي برنامو په سر کې ځای لري.

دغه نړیوال پروګرام ۱۷ موخې، ۱۶۹ ټاکنې او ۲۱۷ شاخصونه لري، چې ټول سکتورونه رانغاړي.  

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …