عاجل خبرونه

د افغانستان بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده

(Last Updated On: August 13, 2016)

aaaaa

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان باید ټولې ترهګرې ډلې خپله موخه وګڼياو د افغانستان بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده.

د کابل او اسلام آباد اړیکې اوس تر بل هر وخت زیات تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي او د پاکستان په همکارۍله طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو په بیا پیل هم څه نه ویل کیږي؛خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ثبات په افغانستان کې لهثبات سره تړلی بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو د دفتر رییس الیزابت ترودو وایي؛ د پاکستان او سیمې ثبات په پراخ ډول دې ته اړتیا لري،چې پوځي ګواښونو ته بایدپه هر اړخیز او جامع ډول لاسرسی پیدا شي. په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده او د هغه هېواد ثبات هم کمزوری کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکې وایي؛مونږ په ډېر څرګند ډول د پاکستان د دولت لوړې کچې ته ویلي،چې  هغه هېواد باید ټولې ترهګرې ډلې  په نښه کړي. زه په یاد لرم،چې جنرال شریف په دې اړه په دې وروستیو کې خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده؛مخکې له دې امریکایي چارواکو له پاکستان غوښتي وه،چې د حقاني شبکه په خپل هېواد کې هدف وګرځوي، چې په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو او عامو افغانانو د ګڼو حملو مسووله ده.

ویل کیږي،چې حقاني شبکه د پاکستان له کلک ملاتړ برخمنه ده.

خبریاله: نذیره کریمي 

About Ariana News

Avatar

Check Also

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

(Last Updated On: August 18, 2019)د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر …