عاجل خبرونه

د افغانستان او لویدیځې آسیا په اړه د روسیې او هند نظرونه ورته والی لري- مودي

(Last Updated On: October 16, 2016 3:00 pm)

vlcsnap-2016-10-16-12h02m46s123

د هند لومړی وزیرنریندرا مودي وايي، چې د افغانستان او لویدیځې آسیا د حالاتو په اړه د روسیې او هند نظرونه ورته والی لري.

هند همدارنګه په خپلو سرحدونو کې د تروریزم په اړه هم خپله اندېښنه د بریکس له سرمشریزې سره شریکه کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تېره ورځ د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون په موخه هند ته تللی و.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د بریکس د غړیو هېوادونو له مشرانو سره په غونډې کې دا هم وغوښتل، چې له تروریزم سره دې  د مبارزې په اړه هم بحث وشي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي له سرمشریزې وروسته یوې خبري ناستې ته وویل، چې هند او روسیه د افغانستان او لویدیځې آسیا په اړه د نظر یووالی لري.

ښاغلی مودي او پوتین هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو خپلمنځۍ اړیکې نورې هم ځواکمنې شي؛ ځکه، چې پدې وروستیو کې هند  امریکا ته نږدې شوی او روسیې له پاکستان او چین سره اړیکې نږدې کړې دي.

د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین او د هند صدراعظم نریندرا مودي  په یوه ګده اعلامیې کې  په ډاګه کړې، چې  د تروریستانو او د مخدره توکو قاچاقکوونکیو  او د هغوی د ملاتړ کوونکیو لپاره نور هیڅ زغم پاتې نه دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له روسیې سره  د پوځي او برښنایي همکاریو بېلا  بېل شپاړلس هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.

د لاسلیک شویو هوکړو له مخې به دواړه هېوادونه په ګډه دوه سوه پوځي هیلکوپتر جوړوي او هند به له روسیې څخه د خپلو بحري ځواکونو لپاره پرمختللې جنګي کښتي اخلي، چې په آسانه کشفیدلی نشي.

هند به همدارنګه له روسیې څخه د توغندیو دفاعي سیستم اخلي، چې د پاکستان او چین تر منځ په سرحدونو کې خپلې دفاعي چارې نورې هم ځواکمنې کړي.

د انرژۍ  او برښنا په برخه کې به د روسیې د تېلو له ټولو غټه کمپنۍ- روس نفت د هند د اسار آئیل  په کمپنۍ کې د دیارلس میلیارد دالرو پر ارزښت ونډه اخلي.

د هند پر پوځي اډې له برید وروسته په غالب ګمان هغو وسلوالو تر سره کړې، چې د پټیدو مرکزونه یې په پاکستان کې دي.

هندي چارواکو هوډ کړی، چې پاکستان به په سیاسي لحاظ بشپړ راڅنګ ته کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼي په دې باور ده ، چې افغانستان د نړیوال تروریزم د جګړې قرباني دی او د نړۍ په استازیتوب په دغه جګړه کې قرباني ورکوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  محمد هارون چخانسوري وايي، چې د افغانستان د جګړې حل نړیوالو او سیمه ییزو ريښتونو همکاریو ته اړتیا لري. 

د یادونې وړده، چې هند او روسیه په خپلو سرحدي سیمو کې د مخدره توکو د قاچاق او تروریزم د مخنیوي  پر لارو چارو ګډ او بشپړ غور ته هم هیله من شوي دي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …