عاجل خبرونه

د افغانستان او ترکمنستان مشرانو د لاجورد اوسپنیزه کرښه ونښلوله

(Last Updated On: November 28, 2016 12:44 pm)

vlcsnap-2016-11-28-10h17m21s188

د افغانستان او افغانستان ولسمشرانو نن د ترکمنستان له اتا مراد څخه د افغانستان تر آقینې بندر پورې اوسپنیزه کرښه رسماً پرانسته.

د لاجورد اوسپنیزې کرښې د لومړي پړاو د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر وویل: په وچه کې د پرتو هېوادونو د تلپاتې سوداګرۍ پیل ډاډمن شو او هیله من یو، چې هند او جنوبي آسیا هم له مونږ سره ونښلي او سوداګریزه همکاري مو ورسره پراخه شي.

د ترکمنستان ولسمشر محمدوف په ډاګه کړه، چې دغه اوسپنیزه لار به د سیمې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د دې کرښې مخکښ هېوادونه دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، چې د افغانستان له ډېرو ولایتونو څخه میلمانه دغو مراسمو ته رابلل شوي وه.

ټاکل شوې ده، چې د دغو مراسمو تر څنګ به د افغانستان د محصولات یو نندارتون هم جوړ شي.

د اتامراد– امام نظر– آقينه او اندخوی په نوم د دغې یو سل و شل کيلومتره اوسپنیزې کرښې پر غزولو افغانستان او ترکمنستان د دوه زره یوولسم کال په می مياشت کي سلا شوي وه.

دغه اوسپنیزه کرښه افغانستان له اروپاسره نښلوي او د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ګټوره سوداګریزه لار ده.

دغه نړیواله اوسپنیزه کرښه له ترکمنستان څخه پیل شوې او درېنیم کیلومتره په افغانستان کې غزیدلې ده.

د دغې اوسپنیزې کرښې د جوړولو چارې په ۲۰۱۳ ز کال کې پیل شوې دي.

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ دغه اوسپنیزه کرښه ترکمنستان جوړه کړې او د دغه هېواد اتامراد بندر د افغانستان د آقینې له بندر سره نښلوي.

دغه راز دغه کرښه به د آسیا پراختیایي بانک پر لګښت د فاریاب ولایت تر اندخوی پورې وغزول شي. 

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني له اتامراد بندر څخه تر آقینې پر یادې کرښې سفر کړی دی.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …