د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې نن یوه بجه وروستۍ لوبه کوي

(Last Updated On: October 01, 2016 10:05 am)

vlcsnap-2016-10-01-10h01m10s252

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلو ترمنځ د درې يو ورځنيو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه نن له غرمې وروسته ترسره شي.

دا لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته يوه بجه پيل شي.

په تېره لوبه کې د افغانستان كركت ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې وركړه.

په دې سره د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ يو يو مساوي شوه.

ویل کیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کوربتوب د بنګله دېش او افغانستان کرکت لوبډلو ترمنځ نورې سيالۍ هم ترسره شي.

د افغانستان د کرکت بورد اجرائيوي ریيس شفيق الله ستانكزي پرون د بنګله دېش په دهاکه ښار کې د دغه هېواد د کرکت ادارې له اجرائيوي ریيس نظام الدين چوهدري سره وليدل.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکیو کرکت سياليو پر ګډو پلانونو خبرې وشوې او د افغانستان په کوربتوب د بنګله دېش او افغان ملي لوبډلو ترمنځ د سياليو نېټې هم د نهايي کیدو پړاو ته ولاړې.

About Ariana News

Check Also

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

(Last Updated On: September 20, 2018 7:34 pm) محمد محقق پر حکومت له دې کبله …