عاجل خبرونه

د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې نن نړیواله سیالي کوي

vlcsnap-2016-09-25-08h56m16s248

د افغانستان د کرکت ملي لوبډله  به نن د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله سیالي وکړي.

د افغانستان د کرکت بورد مرستیال عزیزالله فضلي وایي؛ دغه سیالۍ، چې د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې ترسره کېږي د افغانستان لوبډلې ته مهمي دي.

ښاغلی فضلي زیاتوي، چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله به د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره درې سیالۍ وکړي، چې دوه یمه سیالي به یې د چهارشنبې په ورځ او درېیمه به د راتلوونکې شنبې په ورځ ترسره شي.