د ارګ د کړنو پروړاندې د حکومتي چارواکو د ناخوښۍ کچه د لوړیدو په حال کې ده

(Last Updated On: June 26, 2017)

د ملي یووالي حکومت د جوړیدو په پیل کې د واک سیاسی شریکانو ورو ورو په حکومت کي د صلاحیتونو او واک پر سر د  اختلاف پر لامل بېلابېلې لارې غوره کړې.

 ویل کیږي د حکومت د ننه د چارواکو نوې جبهې او خبردارۍ په داسې حال کی زیاتوالی مومي، چي مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د ارګ له  کړنو  سره مخالفت درلود؛ خو اوس د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق او د بلخ والي عطامحمد نور هم د ولسمشری په مخالفه جبهه ورزیات شوي دي.

د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیز رفیعي وایي، سیاستمدارانو مو تل هڅه کړې، چې متمرکز نظام جوړ کړي؛ خو سیمه ییز او نړیوال تضادونه د دې سبب شوي، چې په نظام کې بې باوري ورځ تر بلې ډېره شي.    

 د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق په وروستیو دوه کلونو کې پر حکومت لږې نیوکې درلودې؛ خو اوس وایي ارګ مطلقه شاهي ته ورته دی او د واک انحصار او قومپالنې د ملي یووالي حکومت له پاشل کیدو سره مخ کړی دی.

د بلخ والي عطا محمد نور ترپرونه د واک پرسر له ولسمشر سره د جوړجاړي خبرې کولې اوس حکومت بی کفایته  ګڼي او خبرداری ورکوي، چې که د جمعیت ګوند غوښتنې عملي نه شي په خطرناکو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

سیاسي شنونکی برنا صالحي د ارګ له کړنو د ناخوښو چارواکو زیاتوالي د افغانستان د ثبات په زیان ګڼي او وایي، ځانپالنې ارګ او غني له خلکو لیرې کړي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د ارګ پر مخالفو څیرو نیوکه کوي او وایي، ولسمشر د مشارکت او مشورې پر اصل باور لري.

نوموړی زیاتوي، مونږ تمه لرو، چې سیاسي ډلې د اصلاحاتو لپاره په ملي روحیه ونډه واخلي او خپل مسوولیتونه ادا کړي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر سیاسي څیرې، چې د یو او بل سیاسي تګلار نه خوښوي او نه یې زغملی شي؛ په یوه نظام کي یوځای شوي او کار کوي؛ خو ویل کیږي، چي په حکومت کې ژور اختلافونه او د حکومتي چارواکو خبرداری به د افغانستان د نظام سیاسي پاشلو ته زمینه برابره کړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د آریانا نیوز په ستره مناظره کې د داکترغني او داکتر عبدالله مخامخ کیدل

(Last Updated On: September 16, 2019) ټاکل شوې، چې د آریانا نیوز په کوربتوب نن شپه( …