د اتریش پولیسو په ډېر خراب وضیعت کې لسگونه افغان کډوال موندلي

(Last Updated On: اګست 10, 2015)

otresh

د اتریش پولیسو ویلي، لسگونه افغان کډوال د دې هېواد په یوه لویه لار په ډېر خراب وضیعت کې موندل شوي دي.

اتریشي پولیس وايي؛ دې کډوالو لږ تر لږه دولس ساعتونه په یو تړلي کانتینرکې، چې د لارۍ په وسیله لیږدیده،  تیرکړي دي.

په دې ډله کې یوه امیدواره میرمن هم وه، چې د بې هوشۍ په حالت کې روغتون ته رسول شوې ده.

په کانتینرکې موندل شویو افغان کډوالو کې ماشومان هم شامل دي.

د لارۍ چلوونکي د پولیسو له ور رسیدو مخکې لارۍ په ځای پریښې او خپله په تېښته بریالی شوی دی. یوې اتریشۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې دا کډوال اړ شوي وه، چې د سا اخیستلو لپاره په لاسونو د کانتینر اوسپنیز دیوالونه سوري کړي او سا واخلي؛ خو د لږ هوا له کبله یې څو تنه په ناوړه روغتیايي حالت کې روغتون ته لیږدول شوي، چې دا مهال تر درملنی لاندې دي.

About Ariana News

Check Also

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ …