عاجل خبرونه

د آلمان جنرال قونسل: په شمال کې مو پانګونې له ګواښ سره مخ دي

(Last Updated On: October 3, 2015)

په شمال كې د آلمان جنرال قونسل وايي، په شمال كې يې مليونونه ډالره پانګونه له خطر سره مخ ده او بايد د سولې د پلويانو او هغو بلواګرو ترمنځ توپير وشي چې د اسلام له نامه ناوړه استفاده كوي.

په همدې وخت كې په شمال كې د پرېكنده ملاتړ قوماندان وايي د بهرنيو پوځيانو دوې ډلې کندوز او بدخشان ته استول شوې چې د افغان امنيتي ځواكونو ملاتړ وكړي ترڅو د آلمان پانګونه وساتي.

د ختيځ او لويديځ آلمان د يوځاى كېدو شلمه كليزه او د افغانستان او آلمان د سياسي او ديپلوماتيكو اړيكو سلمه كليزه په مزارشريف كې ولمانځل شوه.

په شمال كې د آلمان جنرال كنسل وايي چې په تېرو څوارلسو كلونو كې افغانستان او په ځانګړې توګه شمال ډېرې نړيوالې مرستې ترلاسه كړې دي، خواوس د وضعيت په ناوړتيا دا مرستې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي او بايد د سولې د پلويانو او هغو كسانو ترمنځ توپير وشي چې د اسلام له نامه په استفادې بلواګري كوي.

په بلخ كې د آلمان جنرال سرقونسل هولي ډيلي وايي:

«په تېرو څوارلسو كلونو كې آلمان د افغانستان د تلپاتې امنيت او پرمختګ له پاره مبارزه وكړه، خو اوس دا مبارزه او مرسته په شمال كې له خطر سره مخ ده او اړتيا ده چې د سولې د پلويانو او هغو وسله والو ترمنځ توپير وشي چې د اسلام په نامه وحشت كوي او واك ته د رسېدو هڅه كوي. موږ د شمال له واليانو سره په له نيژدې كار كوو او په افغانستان کې له مبارزې او ملاتړڅخه لاس نه اخلو

 

په همدې وخت كې په شمال كې د پرېكنده ملاتړ د ماموريت قوماندان وايي دوې پوځي ډلې يې کندوز او بدخشان ته استولې چې د افغان ځواكونو ملاتړ وكړي او پرې نه ږدي چې د خلكو ژوند نور هم په خطر كې ولوېږي او پانګونې له منځه لاړې شي.

په شمال كې د پرېكنده ملاتړ قوماندان جنرال هانيمن وايي:

«موږ کندوز او بدخشان ته ځواكونه ولېږل، موږ وضعيت په پرلپسې توګه څارو، د افغان ځواكونو ملاتړ كوو او له دغه مبارزې او ملاتړه لاس نه اخلو، هڅه كوو چې زموږ لاسته راوړنې تر پښو لاندې نه شي.»

د افغانستان په شمال كې د آلمان ملكي او پوځي چارواكي له خلكو غواړي چې د قاچاق وړونکو له خوا تېر نه ايستل شي او له هېواده ونه وځي،دوى وايي حالت به بدلون ومومي.

 

 

 

 

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

کانتیجین – هغه فلم، چې کروناویروس ته د ورته ناروغۍ وړاندویېنه یې کړې

(Last Updated On: March 30, 2020)د کرونا ویروس وېرې د فلمونو مینوال هڅولي، چې قرنطین …