د آریانانیوز له راپور وروسته نشه یي تکي ګران شوي

(Last Updated On: June 27, 2015 6:47 pm)

vlcsnap-2015-06-27-18h41m44s168

د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې معینیت وایي؛ په وروستیو ورځو کې په کابل کې د نشه یی توکو بیه څو برابره لوړه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د  مبارزې معین باز محمد احمدي وايي، وروسته له دې چې په کابل کې د نشه یی توکو د آزاد کاروبار په تړاو د آریانا نیوز رپوټ خپور شو، د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو د کاروباریانو خلاف کشفي عملیات پیل کړل.

په وروستیو کې د چارو ادارې د ولسمشر په امر آریانانیوز ته لیک لیږلی او د نشه یی توکو د آزاد کاروبار په تړاو یې د دې ادارې خبري مستند ستایلی دی.

په دې لیک کې د کشفي او امنیتي ادارو د کړنو رپوټ د نشه یي توکو د کاروباریانو د نیولو په تړاو خپور شوی دی. د دې رپوټ له خپرېدو وروسته د کابل په بیلابیلو سیمو کې دوه شپیته عملیات تر سره شول چې په کې د نشه یی توکو نهه شپیته کاروباریان ونیول شول.

په دې عملیاتو کې ۵۲۳کیلو ګرام هیرویین، ۵۷ کیلو ګرام شیشه، ۲۱ کیلو ګرام تریاک،۵۷ کیلو ګرام چرس، د الکولي مشروباتو اولس بوتلونه  او څلور مکاروف تومانچې تر لاسه شوي دي.

 

ښاغلي احمدي ټینګار کوي چې څو پورې معتادین ټول نه شي،نشه یی توکو ته تقاضا نه ټیټیږي، خو د آریانا نیوز له رپوټ او د عملیاتو له تر سره کېدو وروسته د نشه یی توکو بیه لوړه شوې ده.

vlcsnap-2015-06-27-18h41m31s52

په دې خبري مستند کې لیدل کیږي چې د اجرایی رییس عبدالله عبدالله د کور په څو متري او ولسمشرۍ ماڼۍ  ته نږدې د نشه یی توکو کاروباریان پرته له دې چې له امنیتي ځواکونو ویره ولري، فعالیت کوي.

 

 

About Ariana News

Check Also

د بهرنیو چارو وزارت وزارت ۴۹ کار کوونکي منفک شول

(Last Updated On: September 23, 2018 7:58 pm) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون …